له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "په خلکو به د دوکې کلونه راشي، په دې کې به درواغجن ته باور وشي او صادق ته به دروغجن ویل کیږي، خاین ته به امانت ورکړل شي او امانتدار ته به خائن ویل کیږي، او سپک به خبرې کوي." پوښتنه وشوه: ای د الله رسوله، سپک څوک دی؟ هغه وویل: "احمق سړی چې د عامو چارو په اړه خبرې کوي."